Asset 1SWN

هلمند کې په ۱۱۳ میلیون افغانۍ د برښنا لېږد پروژې چارې پیل شوې

برښنا مزو او پایو غځول

د هلمند ځايي مسوولان وايي، له کجکي تر موسی‌کلا ولسوالي پورې د ۳۸.۵ کیلومتره برښنا مزو غځولو پروژې چارې پیل شوې.

د هلمند د برښنا رییس حافظ هدایت‌ الله محمد وايي، په دغې پروژې ۱۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې له کورنۍ بودیجې ورکول کیږي

نوموړي په دې اړه وویل: «له کجکي څخه تر موسی‌کلا ولسوالي پورې ۳۸.۵ کیلومتره غبرګ برښنايي مزي، ۷۴۰ برښنايي ستنو او ۴۳ قلمه تجهیزاتو د نصب چارې پیل شوې. دا پروژه به ۱۱۳ میلیون افغانۍ لګښت ولري او شپږ میاشتې وخت به ونیسي.»

د موسی‌کلا ولسواال حاجي جانان دغه پروژه د ولس اساسي اړتیا بولي او وايي: «دا د خلکو لپاره حیاتي پروژه ده. اسلامي امارت د ملت اساسي اړتیاووې درک کړي، موږ به له قراردادي شرکت سره هر اړخیزه همکاري وکړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د موسی‌کلا اوسېدونکو له کلونو راهیسې غوښتنه کوله چې د کجکي برښنا له فابریکې ورته مستقیمه برښنا ورسېږي.

په اړه یې قومي مشر حاجي شاه‌اغا هم د یادې پروژې د ملاتړ په پار سلام‌وطندار ته وویل: «اسلامي امارت د اساسي او بنسټیزو پروژو لپاره سپیڅلی نیت لري. موږ په داسي نیکو اقداماتو کې تل د حکومت ملاتړ کوو او دا ملاتړ به مو دوام ولري.»

د هلمند د برښنا ریاست د مالوماتو له مخې، هڅه روانه ده چې د موجوده مزو تخنیکي ستونزې اصلاح او حل شي او راتلونکې کې له کجکي څخه ۲۴ ساعته متوازنه برښنا خلکو ته برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام