Asset 1SWN

سمنګان کې په څه باندې ۱۱میلیونه افغانیو د ۱۱پروژو چارې پیل شوې

کار سړک

د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ناروې په مالي مرسته د ۱۱ پراختیایي او ودانیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغو پراختیایي پروژو چارې نن چهارشنبه، چنګاښ ۱۸مه د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي اړوند کلیو کې پیل شوې.

د چارواکو په وینا، دا پروژې چې ۱۱ میلیونه ۲۴۲زره ۷۰۰ افغانۍ لګښت پرې کېږي، د ناروې په مالي مرسته د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي په کلیو کې جوړېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې پروژو کې د ۷.۶ کیلومتره سړکونو ترمیم او جغل اچول، د ۱۸متره استنادي دیوالونو جوړول، د اوبو شبکې ترمیم، د څلورو بندونو جوړول، د فلټریشن سېسټم سره د کیندل شوي زیرمې جوړول، د ۱۸۸ متره کرنیزو اوبو کانالونو جوړول او نورې برخې شاملې دي.

د سمنګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د انجینیري او ودانیزو چارو رییس، یما فرامرز وویل، تمه کېږي چې دا پروژې به په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام