د لوګر مرکز پُلعلم ښار کې یو شمېر ښځې چې په مالدارۍ بوختې دي، سلاموطندار سره خبرو کې وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د څارویو ساتنه کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوي پوره کوي.
دوی وویل، هره ورځ له ساتل شویو څارویو تر ۲۰ کیلوګرامه شیدې ترلاسه کوي او د خرڅلاو په موخه یې بازار ته وړاندې کوي، خو د شېدو د پروسس مرکزونو کمښت له امله اړې دي چې ترلاسه شوي محصولات په نیمه بیه وپلوري.
لوګر کې په مالدارۍ بوختې دوې میرمنې صدیقه او راحله په دې اړه زیاتوي: «میرمنې هره ورځ د لبنیاتو له پلور څخه له شپږ سوه تر اته سوه افغانۍ پورې عاید ترلاسه کوي. دا مهال یوه ستل مستې په شاوخوا دوه سوه افغانۍ پلورل کېږي، چې له دې لارې نه یوازې زموږ اقتصادي ستونزې تر ډېره هوارېږي، بلکې د کور د اقتصاد په برخه کې له خپلو مېړونو سره اغېزمنه همکاري هم کوو او ګډه ونډه لرو.»
«د لبنیاتو د پلور له لارې میرمنې نسبي ښه ګټه تر لاسه کوي، خو په دې برخه کې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د لوګر ولایت ډېری لبنیات د پلور او پروسس لپاره کابل ته لېږدول کېږي. که چېرې د لبنیاتو د پلور او پروسس چارې په خپله لوګر ولایت کې ترسره شوې وای، د میرمنو عاید به لا ډېر شوی وی. که څه هم یو شمېر میرمنې د لبنیاتو د راټولولو او ساتنې په اړه لومړنی پوهاوی لري، خو اړتیا ده چې د مسلکي روزنې او پوهاوي د پروګرامونو له لارې د میرمنو د پوهې کچه نوره هم لوړه شي.»
د لوګر د برهکېبرک ولسوالۍ اوسېدونکې صالحه هم سلاموطندار ته وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د څارویو د ساتنې او پالنې ترڅنګ، د لبنیاتو د تولید او راټولولو په برخه کې د کورنۍ نارینهوو سره ګډ کار کوي.
نوموړې وایي، هره ورځ د څارویو له ساتنې او د لبنیاتو له تولید څخه سلګونه افغانۍ ترلاسه کوي او له همدې لارې ترلاسه کړي عاید څخه د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کوي.
صالحه له کرنې او مالدارۍ وزارته غواړي چې دغه ولایت کې د لبنیاتو د تولید او پروسس لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
« زمونږ په ولایت کې لسګونه زړورې میرمنې شته، زما په ګډون چې هره ورځ لسګونه کیلوګرامه شیدې تولیدوي او بازار ته یې وړاندې کوي. دامهال یوه کیلو شیدې له ۲۵ تر ۲۷ افغانیو پورې پلورل کېږي.»
په همدې حال کې د لوګر یو اوسېدونکي عبدالحفیظ وايي، د یاد ولایت ډېری اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي او د لوګر لبنیات لکه شیدې، مستې، پیروی او کوچ د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ځانګړی نوم لري.
نوموړي له کرنې وزارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د لوګر مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د شېدو د پروسس پرمختللي مرکزونه جوړ کړي.
«که چېرې لوګر کې د شیدو له راټولولو وروسته د پروسس منظم مرکزونه جوړ شي او راټولې شوې شیدې په لبنیاتو بدلې شي، د ډېرو کورنیو اقتصاد به بډایه شي او اړتیا به نه وي چې شیدې کابل ته ولېږدول شي.»
د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مرستیال محمد رفیع ابراهیمي سلاموطندار ته وویل، د پخوا په پرتله لوګر کې مالدارۍ د پام وړ پرمختګ کړی او دامهال هره ورځ له ۳ زره تر ۵ زره لیټره پورې شیدې د پروسس لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې لوګر کې ډېری بېوزله کورنۍ، په ځانګړې توګه میرمنې د شېدو لپاره لوی او واړه څاروي ساتي او له همدې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.
«لبنیاتو په لوګر کې د بېوزله کورنیو په ځانګړې توګه د مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړی. که څه هم د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري له مالدارانو سره بېلابېلې مرستې شوي، خو لا هم بسنه نه کوي او هڅه روانه ده چې دا برخه لا نوره هم پیاوړې شي.»
لوګر د هېواد له کرنیزو ولایتونو دی چې شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د دوی کورنۍ اقتصاد تر ډېره پر همدې سکتورونو ولاړ دی.