د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې هرات کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه مېرمن نیول شوې ده.
نوموړي نن دوشنبه، تلې ۱۴مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مېرمن د هرات د پولیسو لهخوا نیول شوې.
هغه لیکلي: «يوه ښځه څه د باندې د درې ميليونو افغانيو د غلا په تور ونيول شوه! د هرات پوليس ځواکونو له لوري يوه ښځه څه باندې د درې ميليونو افغانيو د غلا په تور ونيول شوه چې نوموړې په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی او دوسيه به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې چې دغه پیسې بېرته خپل څښتن ته سپارل شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړي.