Asset 1SWN

سلام وطندار

ژمی؛ د وقایوي اقداماتو او د باغونو چمتو کولو فصل

5777154_209-e1630084570683

که څه هم د ژمي پرمهال په بزګرانو او ‌باغ‌لرونکو کاري فشار یو څه کمېږي، خو بیا هم راتلونکي فصل کې د ښه حاصل ترلاسه کولو لپاره، داسې ځینې فعالیتونه شته چې ترسره کول یې اړین دي.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ د «قبلدال» کلي بڼوال محراب علي چې د موسم تغییر له امله یې د الوچو او مڼو باغونو کې کارونه پایته رسیدلي، له سلام‌وطندار سره مرکه کې وايي، د ونو شاوخوا کیندل، له خاورې سره د حیواني سرې ګډول او د مني موسم په وروستیو او د ژمي په لومړیو ورځو کې ورته اوبه ورکول د باغونو لپاره ګټورې پایلې لري.

هغه وویل: «په مني موسم کې کله چې ونې خپلې پاڼې وغورځوي، لازمه ده چې د ونو بېخونه وکیندل شي. کرنیزې او کورنۍ سرې د ونو شاوخوا واچول شي او تر هغې وروسته اوبه ورکړل شي چې مونږ ورته د ونو بېخونو کې د اوبو یخ کول وایو. له هغې وروسته تر پسرلي پورې په ځمکه کار نه‌لرو. دا یخې اوبه او سرې چې په ژمي کې کارول کیږي د پسرلي په پیل کې کروندې نرموي او د کیندلو او کښت لپاره یې چمتو کوي.»

د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ اوسیدونکی محمدعلي او د غزني د مرکز اوسیدونکی غلام حضرت هم د ژمي په موسم کې د ونو د پاڼو راټولولو، د مضرو واښو او بوټو د له‌منځه وړلو او د ونو د شاوخوا کیندلو یادونه کوي.

«د کال په دې وخت کې کله چې د پاڼو توییدلو موسم وي، د ونو پاڼې او وچې څانګې راټولیږي. له هغې وروسته، د میوه لرونکو ونو شاوخوا ساحه په بېل وهل کیږي او ځمکه د واورې لپاره چمتو کیږي. همدارنګه د ژمي په وروستیو کې هغه ځمکه چې لمر ته مخامخ وي د نرمولو او بېل وهلو لپاره چمتو کیږي.»

«په ژمي کې موږ ډیری سیمې ښې وکیندو، حیواني او کرنیزه سره ورسره یوځای کړو، څو د مېوو په موسم کې ترې ګټه واخیستل شي.»

کروندګر او بڼوالان ټینګار کوي چې د کرنې موسم په پایته رسېدو سره، نه یوازې داچې د دوی مسؤلیتونه پایته نه‌رسیږي، بلکې تر هغې مهم کارونه یې مسؤلیت جوړیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کرنیزو چارو کارپوه محمد امین خلج له سلام‌وطندار سره مرکه کې د زیان رسوونکو واښو په راټولولو، د ونو سپرې کولو، د خاورې بیا ژوندي کولو، د نباتاتو له افتونو سره په مبارزې او ژمي کې زیان منونکو ونو ته پر زیاتې پاملرنې ټینګار کوي.

«هغه میوې چې په ونه کې یا د ځمکې پرمخ پاتې کیږي، باید پاکې شي. بیا باید ونې پرې شي. د فصل په پای کې اوبه ورکول خورا مهمې دي؛ ونې باید د ژمي څخه مخکې یو ځل ژورې اوبه شي. سره ورکول هم مهم دي، د څارویو سرې باید د خاورې سره مخلوط شي او د ونو بېخونو کې ورکړل شي. د ونو د تنې ساتنه هم مهمه ده؛ که چیرې خرابې وي نو تنې باید غوړې شي او پټې شي ترڅو له یخ هوا او آفتونو څخه خوندي شي. د آفتونو کنټرول زیات مهم دی.»

په همدې حال کې د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان د ژمي پرمهال د ونو ساتنې او ښې ودې لپاره د یو شمېر فعالیتونو یادونه کوي.

دوي وايي، هر کال د یوریا سپرې او ژمنیو غوړیو کارول ددغې ادارې له خوا عملي شوي.

د غزني د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې عمومي مدیر محمدذکریا هوتک په دې اړه وايي:

«د یوریا سپرې وقایوي پروګرام او د کرنیز ښوونځي پروګرام د غزني ولایت په شپږو ولسوالیو کې پلی شوی دی، چې پکې خواجه عمري، خوګیاڼي، ده یک، قره باغ، اندړ او واغز شامل دي. د دې پروګرامونو په جریان کې له ۱۲۰۰ څخه زیاتو بزګرانو او باغ لرونکو ته د کیمیاوي آفت وژونکو د خپلسري کارونې مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوې ده. د غزني د کرنې ریاست همدارنګه پلان لري چې د ژمي د تیلو پروګرام او د لایم سلفر محلول په شپږو نورو ولسوالیو کې هم پلی کړي.»

غزني د هېواد یو له سړو ولایتونو دی، چیرې چې د کرنې او باغدارۍ په برخو کې عملي کار معمولا د مني په وروستیو کې پایته رسیږي.

د دې ولایت بڼوالان او بزګران د کال له څلورو میاشتو ورهاخوا نور ډېر کار نه‌لري.

خو باور دا دی چې دغه دوره کې تر نورو میاشتو زیات کار او بڼونو ته پام کولی شي، د راتلونکي فصل حاصلات زیات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام