Asset 1SWN

پکتیکا کې پر راستنو شویو کورنیو ژمنۍ جامې ووېشل شوې

IMG-20231117-WA0003

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستانه پر بېرته راستنېدونکو افغانانو او بې‌سرپناه کورنیو باندې یې ژمنۍ جامې او نور توکي وېشلې دي.

دغه مرسته د یونېسف په مالي ملاتړ او د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همغږۍ وېشل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتيکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوی مطیع الله منصور وايي، په دې مرستو کې ګرمې ژمنۍ کمپلې، البسې، کوټونه، د کور اړوند سامانونه او نور د اړتیاو وړ توکي شامل دي.

د پکتيکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس په وینا، دغه توکي پر ۶۰ کورنیو او ۳۷۳ ماشومانو باندې وېشل شوې دي.

دغه مرستې داسې مهال کېږي چې د روانې نومبر میاشتې په دویمه نېټه له پاکستانه د افغان کډوالو په زور د اېستلو لړۍ پیل شوې چې تر دې مهاله زرګونه کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې چې ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې، د پاکستان له لوري له دغه هېواده په زور د ناقانونه افغان کډوالو اېستل په کور دننه د راستنېدونکو ستونزې دوه برابره کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام