Asset 1SWN

سلام وطندار

ژمی او ککړه هوا؛ یوازې لیندۍ میاشت کې ۱۸۶ ماشومان مړه شوي

AKP_6191.jpg

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو او ککړېدو سره، کابل کې تنفسي په ځانګړې توګه د سینه‌وبغل ناروغۍ ډېره شوې.

د دغه روغتون د احصاییې مسوول اسدالله عبدالرحیمزي وویل، تېره لیندۍ میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، دغه روغتون کې ۱۸۶ ماشومانو ژوند بایللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ژمنیو میاشتو کې د ککړې هوا له امله سینه‌بغل، اسما او نورې ناروغۍ ډېرېږي او د لیندۍ میاشت کې ۱۸زره او ۶۸۲ ناروغان دي چې له ډلې یې، ۳زره او ۸۰۰ ناروغان بستر او نورو ته نسخې ورکړل شوي دي. لیندۍ میاشت کې ۱۸۶ کسان وفات شوي چې لامل یې، موسمي، ویروسي ناروغۍ او اېس‌او‌پي‌ډي او اسما او نورې ناروغۍ دي.»

یوشمېر هغه ناروغ‌لرونکي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره یې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون ته مراجعه کړې، دغه روغتون کې د درملنې لپاره د مناسب ځای له نه‌شتون شکایت کوي او وايي، د ځای نه‌شتون په دلیل هر بستر کې دوه درې ناروغان بستري دي.

دوی له مسوولانو غواړي چې دغه روغتون کې د ناروغانو لپاره بسترونه زیات کړي. د کابل اوسېدونکي عبدالحکیم وویل: «درې ورځې کېږي چې ماشوم مې سینه‌بغل دی او درمل مې ورته اخیستي او غوښتنه مې دا ده چې روغتون بستر پیدا کړي او اوس ګڼه‌ګوڼه دېره ده او یوه بستر کې دوه ناروغان دي.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي حافظ‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «بستر کې دوه تر درې کسان وي او غوښتنه مې دا ده چې ماشومانو ته رسېدنه وکړي او ناروغانو ته رسېدنه وشي.»

یوشمېر روغتیاپالان تبه، بې‌اشتهایي، شدید ټوخی او د تنفسي سېستم بندښت د موسمي ناروغیو مهم لاملونه بولي.

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون ډاکټر احمد خالد تیمور پویا د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو مخنیوي په اړه سلام‌وطندار ته وايي: «ماشومان مو ګرم وساتئ، د هوا تبدیلي باید ونه‌شي، نازکې جامې باید وانخستل شي. له کور بهر له ماسک استفاده وکړي، په دې سره کولای شو چې پر ناروغیو د اخته‌کېدو مخه ونیسوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو ویلي وو، د سهار او ماښام پرمهال هوا له حده ډېره ککړه‌ وي چې ماشومان او زیان‌منونکي کسان باید له کورونو بهر نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام