د سرپل د شهدا او معلولینو چارو ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت ۶۰ معلولانو ته ۶۰ عرادې ویلچرونه او ۶۰زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده.
د سرپل د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، دغه مرسته د «اُمه» خیریه بنسټ په همکارۍ شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرپل د شهدا او معلولینو چارو ریاست د ورثې د حقوقو مسلکي محاسب او د مطبوعاتو مسوول، شجاعالدین اقبالي وایي چې په دې مرسته کې هر معلول ته یو عراده ویلچر او زر افغانۍ ورکړل شوي دي.
سرپل کې له دې وړاندې هم له معلولانو او بېوزلو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي.