د هوا په سړېدو او د ژمي په نږدې کېدو سره، ختیځ کې د تېرې میاشتې زلزله ځپلې کورنۍ د ژوند د سختو شرایطو له امله اندېښمنې دي.
دغه کورنۍ وايي چې د سرپناه نهشتوالي یې ژوند ور ستونزمن کړی.
هغوی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د ژمي له را رسېدو مخکې ورته کورونه جوړ کړي.
عبدالرووف د کونړ د «منجګلتنګي» اوسېدونکی او زلزلهځپلی دی او د سرپناه نهشتوالي په اړه وایي، ټول کلي یې ویجاړ شوی او خلک د ژوند تېرولو لپاره سرپناه او لومړنیو توکو ته جدي اړتیا لري.
«زموږ کورونه وران شوي، زموږ مالداري او کرنه له منځه تللې، هر څه مو خراب شوي. موږ ډېرو مرستو ته اړتیا لرو، خو دا مهال زموږ بیړنی ضرورت دا دی چې یو سرپناه او د ژوندي پاتې کېدو لومړني امکانات ولرو.»
سید ګل او احمد خان د کونړ د «مزار درې او نورګل» کلیو اوسېدونکي دي او د سرپناه او لومړنیو اسانتیاوو له نهشتون شکایت کوي.
دوی وایي چې د هوا په سړېدو او د سرپناه نهشتوالي له کبله ښځې او ماشومان ناروغه شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«موږ توکو ته اړتیا لرو، ځکه هلته زموږ کورونه وران شوي او د ترمیم وړ نهدي، ځکه چې له غره ډبرې رالوېدلي او زموږ پر کورونو لګېدلي. همداراز، د پاکو اوبو ستونزه لرو، خېمې هم نهلرو. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره د اوبو څاه وکیندل شي او د سرپناه او دايمي کورونو په برخه کې دې پاملرنه وشي.»
«موږ کور او سرپناه ته اړتیا لرو، ځکه هوا سړه شوې او ژمی رانژدې دی او د ژمي په سړه هوا کې د خېمې لاندې ژوند کول ماشومانو او مېرمنو ته ډېر ستونزمن دی. باید زموږ لپاره دايمي کورونو ته پاملرنه وشي. موږ له دولت څخه غوښتنه لرو چې موږ ته ځمکه راکړي، تر څو پکې کورونه جوړ کړو، ځکه زموږ کلي کې اوس د ژوند شرایط نشته، او زلزلهپسې ټکانونه لا هم دوام لري.»
ورته وخت کې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مسوولان ختیځ کې د زلزلې زیانمنو ستونزې مني او وایي چې دوی په لومړي ګام کې موقتي سرپناه جوړولو ته لومړیتوب ورکړی.
دغه اداره هڅه کوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې د مرستندویه بنسټونو په همغږۍ د زیانمنو لپاره دایمي سرپناوې جوړې کړي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد، وايي:
«دامهال موږ په جدي ډول هڅه کوو چې د همکارو موسسو، خیریه بنسټونو او د اسلامي امارت د مشرانو سره په همغږۍ سروې ژر تر ژره بشپړه شي، ترڅو د ژمي له رسېدو مخکې د دايمي سرپناه په برخه کې اقدام وشي.»
دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې اسلامي ریلیف سازمان خبرداری ورکوي چې د افغانستان ختیځ کې د مرګونکې زلزلې له امله شاوخوا ۹۰ سلنه ژغورل شوي کسان لا هم مناسبه سرپناه نه لري.
دغه سازمان په تازه راپور کې وایي چې د ژمي په نږدې کېدو او سړې هوا په رارسېدو سره، له زلزلې ژغورل شویو کسانو ژوند په خطر کې دی.
اخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږونکي دفتر (اوچا) ویلي چې د کونړ زیانمنې کورنۍ د سړې هوا په مقابل کې سرپناه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.