Asset 1SWN

سلام وطندار

د لغمان الیشنګ کې د وسلو زېرمه کشف شوې

وسلو زېرمه، مرمۍ

امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د سپکو او درنو وسلو یوه ستره زېرمه کشف کړې.

د لغمان د امنیې قومنداني ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، امنیتي ځواکونو د نظامي تجهیزاتو دغه زېرمه د الیشنګ ولسوالي د «سایګل درې» «تاراهو» کلي کې په یو کور کې د تالاشۍ پرمهال کشف کړې.

هغه وویل، یاده ډیپو کې ۵۱ د هاوان مرمۍ، ۲ د هشتادو دو مرمۍ، ۳ د راکټ مرمۍ، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ، یو د پرسونل ضد ماین، یوه بکسـه ۲۸ عدده د هاوان سرګلولې او ۴ عدده د هشتادو دو سرګلولې موندل شوي.

د یوسفزي د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې د یادو مهماتو په تړاو کوم څوک نه‌دي نیول شوي، خو په اړه یې هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام