د روزګان محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ترینکوټ ښار کې د کشفي عملیاتو پرمهال وسلې او مهمات نیول شوي دي.
د دوی په وینا، امنیتي ځواکونو د ترینکوټ ښار اړوند خیروکارېز سیمه کې د پخواني حکومت د امنیت د امر د یوه ساتونکي پر کور عملیات شوي چې له امله یې یو لړ ناقانونه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د روزګان امنیه قومنداني ویاند بلال احمدروزګانی سلاموطندار ته وايي: «په عملیاتو کې ٧ میله کلاشنکوفونه، یو میل M16، یو میل پیکا، یو میل توفنګچه، شپږ حلقه مخابرې، یو شپنی دوربین او یو شمېر نور نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د دغو وسلو او تجهیزاتو په تور تراوسه یو کس نیول شوی او له پلټنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روزګاني وویل: «هیڅوک حق نه لري چې ناقانونه وسلې واخلي، وپلوري یا یې خپلو کورونو کې وساتي. موږ له خلکو غوښتنه کوو چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»
څو ورځې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د پخواني حکومت د امنیت د امر پر کور عملیات کړي و چې په ترڅ کې یې سلګونه مرمۍ او ګڼشمېر وسلې ترلاسه شوې وې.
امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې دا ډول عملیات به دوام ولري څو ټول ناقانونه وسلې او مهمات له خلکو راټول شي او عامه امنیت خوندي وساتل شي.