Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې وسلې او پوځي تجهیزات نیول شوي

یبیب

د کندهار امنیه قومنداني د تروریزم ضد مدیریت چارواکي وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هدفمند امنیتي عملیاتو پرمهال یې، یوشمېر وسلې او پوځي مهمات نیولي دي.

د دوی په وینا، له وسلو سره یوځای یې، شمېر کسان هم نیولي دي.

د کندهار امنیه قومنداني ویاند اسدالله جمشید وایي چې د تروریزم  ضد مدیریت ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۱۴ میله بېلابېلي وسلې نیولې دي.

د نوموړي په وینا، په نیول شویو وسلو کې ۹ میله توپانچې، ۳ میله کلاشنکوپ، یو میل ایم‌پوراو یو میل ثقیل شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


جمشید زیاتوي چې د وسلو ترڅنګ د پام وړ اندازه مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي چې په‌کې ۴۶ د توپانچې مرمۍ، ۲۰۰ د کلاشنکوپ مرمۍ، ۸۸ ګرنېټ، یو عدد روسي ماین، د کلاشنکوپ یو شاجور او د ورځې دوه دوربینونه شامل دي.

د امنیتي چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې ټولټال ۱۷ تورن کسان هم نیول شوي چې تر لازمې څېړنې وروسته اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

په کندهار کې د وسلو او مهماتو دغه نیونې ښيي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د غیرقانوني وسلو د ګرځونې د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د امنیتي چارواکو په باور، د دې ډول عملیاتو دوام د سیمه‌ییز ثبات او د جرمونو د کمولو لپاره حیاتي ارزښت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام