Asset 1SWN

ارزګان کې د وسلو او مهماتو زېرمـه کشف شوې

ارزگان وسلو زېرمه

د ارزګان د امنیې قومنداني ویاند بلال ارزګاني وویل، امنیتي ځواکونو د کشفي مالوماتو پر اساس مرکز ترینکوټ کې عملیات کړي چې له یو استوګنیز کور څخه یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي.

هغه وویل، په دې تړاو ۳ کسان هم نیول شوي چې تر پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نیول شويو وسلو کې ۵ میله کلاشنکوفونه، ۱ میل راکټ، ۲ بې‌ږغه تفنګچې، ۲ مګاروف توفنګچې، ۳ حلقې ورځني دوربینونه، ۲ سټلایټ ټیلیفونونه، ۲ حلقې مخابرې، ۱۲ عدده شاجورونه، ۱۴ فیره د نارنجک مرمۍ، ۲ چانټې، ۱ شرید بکس، ۱ لاسي کمپیوټر، ۵۰۰ بېلا بېلې مرمۍ او ګڼ نور نظامي توکي ترلاسه شوي دي.

امنیتي مسوولین زیاتوي چې څو اوونۍ وړاندې هم ترینکوټ ښار کې یو شمېر وسل او مهمات نیول شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام