Asset 1SWN

«موږ یې ودرولو او ډزې یې پیل کړې»

حمله_ی-داعش-در-دایکندی-2-qu3d749fkdynv868rheciqbc3m4c0qevlic8187xxk

«دوی موږ په قطار کې ودرولو؛ موږ غوښتل چې لاندې لاړ شو، ودرولو، زموږ  تیلیفونونه یې، ټول کړل؛ وروسته یې موو یوه ځای کې ودرولو او وویل چې له تاسو عکس اخلو. موږ یې، قطار ودرولو؛ یوه کس ویډیو کوله او درېوو نورو ډزې شروع کړې.» دا د مختار د خبرو یوه برخه ده.

مختار د دایکندي د پېښې له ټپیانو څخه دی چې اوس د یاد ولایت، په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هغه وايي، څلور وسله‌والو له دوی د عکسونو له اخیستلو وروسته، پر دوی ډزې پیل کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تېرې اوونۍ «پنج‌شنبه، وږي ۲۲مه» موټرسایکل سپرو وسله‌والو د دایکندي سنګتخت‌اوبندر ولسوالي د قریداول او د غورد پهلوسنګ کلي کې ترمنځ سیمه کې پر ۲۰ ملکي وګړو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۱۴ کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

بل‌خوا د یادې ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دې پېښې دوی «هک‌پک» کړي او دایکندي ته د نورو ولایتونو د نښلوونکو لویو لارو د امنیت په اړه اندېښمن دي.

د سنګ‌تخت او بندر ولسوالي اوسېدونکی عصمت‌الله امیري سلام‌وطندار ته وايي چې د قریودال کلي اوسېدونکي د ۱۴ کسانو له وژنې وروسته، اندېښنو نیولي دي.

هغه وویل: «خلک له روي او رواني اړخه او د امنیت له اړخه په یوه بحراني وضعیت کې او اندېښمن دي له دې وضعیت څخه. یاد ولایت ته راغلیو لویو لارو کې ډېری خپل ځانته اندېښمن دي، دا لارې لوړې ژورې لري او لویې دښتې لري.»

د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي رضا جعفري بیا وویل چې دا لومړی ځل نه‌دی چې دایکندي سره د نورو ولایتونو ارتباطي لویو لارو کې کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي. «یوه کلي کې چې ۲۹ کورنۍ دي او ۱۳ کسان یې وژل کېږي او څلور نور یې، ټپیان دي. له دې شهیدانو یو یې، سپین‌ږیری و او نور ځوانان وو. له یوه کور دوه او درې کسان شهیدان شوي؛ ډېره خواشینونکې پېښه وه. هیله ده چارواکي هڅه وکړي او د ورته پېښو مخنیوی وکړي.»

د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ اړوند سیمه کې د یادو کسانو وژل‌کېدل، په کور دننه سربېره، په نړیواله کچه هم غندل شوې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش دغه پېښه غندلې او افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده. د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټيفان دوجاریک د ګوترېش له قوله ویلي: «سرمنشي د هزاره شیعه ټولنې پر غړو باندې د پرونۍ حملې غندنه وکړه چې د افغانستان په مرکزي سیمه کې شوې. ښاغلي ګوتریش د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي. سرمنشي هر وخت د ملکي وګړو د خوندیتوب پر ساتنې ټينګار کړی دی.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام