د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت کروندګرو په خپلو کرنیزو ځمکو سږکال شاوخوا ۳۶۵ همکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرلي دي.
شاهد وایي، کرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې د لوګر د کروندګرو د هندواڼو محصولاتو ته مناسبه بازارموندنه وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لوګر د هندواڼو یوه بزګر رسول خان سلاموطندار ته وویل، د هندواڼو حاصلات په ټولیزه توکه د سنبلې «وږی» او میزان «تله» په میاشت کې پخیږي او په یو جریب ځمکه کې ټولټال یو کیلوګرام تخم شیندل کېږي.
هغه وویل، دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله د پخوا په پرتله زیاته شوې، خو په لاس راغلي محصولات مناسب بازار نهلري او یو من هندواڼه په بازار کې په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.