Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې په ۱۲.۸ میلیونه افغانیو د اوبورسولو شبکې جوړې شوې

1000317412

د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وایي چې په سیاه‌غار شمالي، پیرجوته او خارخورده سیمو کې د اوبورسولو د درېوو شبکو چارې بشپړې شوې.

د روزګان د والي ویاند حافظ سمیع‌الله اکرمي په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د پروژو تخنیکي او مالي جزییات شریک کړل او ویې ویل چې د یادو شبکو ټولیز لګښت ۱۲،۸۰۴،۳۷۹ افغانۍ دی.

د ده په خبره، د پروژو په ترڅ کې درې ژورې څاګانې کیندل شوي، درې د پاکو اوبو زېرمې جوړې شوي او  ۶۶۰۲ متره پایپونو ترڅنګ، ۱۹۸ نلونه هم کورونو ته غځول شوي دي.

د سیاه ‌غار شمالي اوسېدونکی رحمت‌الله فرهمند وایي: «موږ کلونه د پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو، هرو مرو به مو د ساعتونو په اوږدو کې د اوبو لپاره لاره وهله. اوس پاکې اوبه زموږ تر کورونو را رسېدلې دي، دا رښتیا هم د خلکو د آرام ژوند لپاره لوی نعمت دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه د پیرجوته سیمې یو بل  اوسېدونکې زرغون نوري وایي: «پخوا به ماشومان تل د ناروغیو سره لاس او ګرېوان وو، ځکه اوبه پاکې نه وې. اوس چې پاکې اوبه لرو، موږ د خپلو ماشومانو په روغتیا کې د ښه کېدو نښې وینو او له دولت او ملاتړ کوونکو ډېره مننه کوو.»

د ریاست د معلوماتو له مخې، د دې شبکو له بشپړېدو سره اوس ۵۰۲ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو د دوامداره استفادې زمینه برابره شوې ده. د پروژې پرمهال سلګونو کارګرو ته د لنډمهالي کار زمینه هم برابره شوې چې د هغوی اقتصادي وضعیت یې یو څه ښه کړی دی.

یادې پروژې د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د یونېسف ادارې په مالي ملاتړ پلې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي دا ډول بنسټیز خدمتونه د امید او باور د پیاوړتیا ګام بولي او غواړي چې نورې ورته پروژې هم ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام