Asset 1SWN

پکتيا کې د اوبورسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې

IMG-20251201-WA0018

د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي، د مرکز ګردېز ښار اړوند زاړه بازار سيمه کې د پاکو اوبو رسولو د يوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.

د ګردېز ښاروالي وياند جمعه خيل همدرد سلام‌وطندار ته وويل چې ياده شبکه د ګردېز ښاروالي تر چتر لاندې د «يو‌اين‌هبيتات» موسسې په مالي مرسته جوړه شوې دي.

هغه دغه‌راز وويل چې ياده شبکه باندې ۵۰ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی او شاوخوا ۱۱۰ کورنيو ته پاکې اوبه برابروي.

د هغه په خبره، يادې شبکې لپاره د اوبو ذخيره، سولر تختې، احاطوي ديوال جوړ شوی او هرې کورنۍ ته به د کور داخل ته نلونه وغځول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سيمې اوسېدونکي هم د پاکو اوبو شبکې په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، له دې وړاندې د پاکو اوبو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د زاړه بازار سيمې يو اوسېدونکي حضرت محمد وويل چې په ياده سيمه کې زياترو کورنيو پاکې څښاک اوبه نه درلودې او له لرې ځايونو او عمومي ويالو له اوبو يې استفاده کوله چې خلک يې له ډول، ډول مشکلاتو سره مخ کړي وو.

هغه له موسسو او حکومتي ادارو غوښتنه وکړه چې په ياده سيمه او په ټوله کې د ګردېز ښار اړوند نورو سيمو کې دې خلکو ته د پاکو اوبو زمينه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام