Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې پر درېوو میلیونه افغانیو د اوبو شبکه جوړېږي

سسسیسی

د پروان په کوه‌صافي ولسوالي کې د نړیوال بانک د درې میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړېږي.

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، د دې پروژې عملي چارې د کوه‌صافي ولسوالي د بچه‌خاک په کلي کې پیل شوي دي.

د دغه ریاست د مطبوعاتو مسوول، عبدالصبور رویت، نن پنجشنبه (د میزان ۱۰مه) سلام‌وطندار ته وویل، پروژه کې د ۱۳۰مترو ژور څاه کیندنه، د ۶۳۸۹ مترو په اوږدو شبکه، د ۵۰ مترمکعبه زېرمتون جوړول، د ۱۲۷ شیردهنو نصب او د ۱۴۳۰۰ واټه سولر سېسټم تجهیزات شامل دي چې د ۲۴۳ هستوګنیزو کورونو او پنځو جوماتونو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، د پروژې ټول لګښت درې میلیونه او ۹۵۲زره او ۹۰۰ افغانۍ کېږي چې د نړیوال بانک له مرستو د اغاخان بنسټ له‌خوا پلې کېږي او د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې عملي کېږي.

رویت زیاته کړه چې د دې پروژې په پيل سره لسګونو ځايي کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام