Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان سره جګړه؛ تردامهاله ۱۱۵ زره افغانان بېځایه شوي

Afghan people stand along with belongings outside their damaged house in the Spin Boldak district of Kandahar province on October 16, 2025, a day after the cross-border clashes between Afghanistan and Pakistan. A ceasefire along the frontier between Afghanistan and Pakistan was holding on October 16, officials on both sides said, after dozens of troops and civilians were killed in cross-border clashes. (Photo by Sanaullah SEIAM / AFP via Getty Images)

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، افغانستان او پاکستان کې د وروستیو نښتو له امله وضعیت ترینګلی دی.

دغه بنسټ تېره ورځ یوه راپور کې ویلي چې په دواړو هېوادونو کې د روانو نښتو له امله ګڼ شمېر خلک بېځایه شوي.

د راپور له‌مخې، افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵ زره او په پاکستان کې نږدې ۳ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له ښکېلو خواوو غوښتي چې ملکي وګړو ته دې د ځانونو د خوندي کولو په موخه له کرښې د اوښتلو اجازه ورکړل شي.

تر دې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پایته رسولو غوښتنه کړې او د ملکي تلفاتو او بشري اغېزو د زیاتوالي خبرداری یې ورکړی وو.

یوناما د حوت په ۱۲ / مارچ درېیمه یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دغه نښتې د افغانستان د بشري وضعیت د لاخرابیدو لامل کیږي.

یوناما همدارنګه له ټولو اړخونو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون په ګډون د نړیوال قانون تر چتر لاندې خپلو ټولو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي.

د اسلامي امارت مسوولانو هم ویلي وو چې پاکستان، په کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د جګړې پرمهال ملکي سیمې په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام