Asset 1SWN

د جګړې اټکل؛ ډونالډ ټرمپ: ایران په اسانۍ ماتولی شو

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (Donald Trump) هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د امریکا د پوځ لوی درستیز د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ ټینګار کړی چې که هر ډول شخړه رامنځته شي، واشنګټن کولی شي «په اسانۍ» تهران ته ماته ورکړي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروټ سوشال» کې لیکلي چې د پوځ لوی درستیز ډن کین (Dan Caine) د نورو امریکايي چارواکو په څېر جګړه نه غواړي، خو د هغه په باور که د ایران پر ضد د پوځي اقدام پرېکړه وشي، امریکا به وکولای شي په اسانۍ بریا خپله کړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه د ده په لاس کې ده او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې که له امریکا سره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، «له ډېرې بدې ورځې» سره به مخ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ وویل، دی غوره ګڼي چې له ایران سره دیپلوماتیک تړون وشي، خو د هغه په وینا، بدیل انتخاب به ډېرې ناوړې پایلې ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دوو باخبره سرچینو ویلي، د امریکا د پوځ لوی درستیز ولسمشر ټرمپ او نورو لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد هر ډول پوځي کمپاین کولی شي جدي خطرونه ولري، په ځانګړي ډول دا چې جګړه اوږده شي او امریکايي تلفات رامنځته کړي. خو ټرمپ دا ارزونې رد کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام