د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سیاسي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، په پاکستان کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وایي چې پر دوی د نیولو او په زوره ایستلو فشارونه په بېساري ډول ډېر شوي دي.
دوی اندېښنه لري چې د اجباري ایستلو ترڅنګ، په افغانستان کې د کار، سرپناه او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالی به له جدي ستونزو سره مخ کړي.
ارش او منیراحمد چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، وایي، هره ورځ لسګونه افغانان د بېلابېلو لارو له پاکستانه ایستل کېږي.
ارش وايي: «هره ورځ لسګونه افغانان په بېلابېلو طریقو له پاکستانه شړل کېږي. موږ او زموږ ملګري هڅه کوو چې د پاکستاني پولیسو له سترګو ځانونه پټ وساتو، له کوره کم ووځو او په هغو سیمو کې کورونه ونیسو چې د پولیسو تګراتګ پکې کم وي. که افغانستان ته ستانه شو، له وزګارتیا او د امکاناتو له نشتوالي سره به مخ شو.»
منیر احمد وایي، تر ټولو ستره ستونزه یې حقوقي بنبست او رواني ناامني ده: «د اجباري ایستلو دروند سیوری هره شېبه زموږ ارامي له منځه وړي. له بلې خوا د کار د حق نشتوالی او د ژوند ستونزې موږ داسې حالت ته رسولې چې نه د پاتې کېدو توان لرو او نه د ستنېدو.»
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، سلګونه افغان کډوال له اسلاماباد او د پنجاب ایالت له لاهور ښار څخه نیول شوي او د ډیورنډ کرښې په لارو افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جمیله چې له درېیوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کوي، د دغو فشارونو رواني اغېزې داسې بیانوي: «د کډوالو پر وړاندې فشارونه دومره زیات شوي چې سخت خپګان مو نیولی، حتا خوب نه شو کولی. د ډیپورټ ویره، خراب اقتصادي وضعیت او بېکاري ټول یوځای زموږ پر ژوند اغېز کړی. موږ ته خبرداری راکړل شوی چې که ځانونه پټ نه کړو، نور څه نه شي کولی. د پناه غوښتونکو لپاره وضعیت ډېر سخت دی.»
د کډوالۍ چارو یوشمېر کارپوهان وایي، پر افغان کډوالو فشارونه د پاکستان له لوري د سیاسي امتیاز اخیستو وسیله ده. د کډوالۍ چارو کارپوه عبدالحمید جلیلي وایي: «هر کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، کډوال په نښه شوي دي، څو پر افغان حکومت فشار واچول شي او په خبرو کې امتیاز واخیستل شي. په دې پړاو کې د نړیوالو بنسټونو مسؤلیت ډېر دی او باید له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي، څو د کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.»
پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د افغان کډوالو د ایستلو پراخ بهیر پیل کړ. د ملګري ملتونه د مرستندویو ادارو د شمېرو له مخې، تر اوسه له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان چې یوشمېر یې قانوني اسناد لري او ځینې بېاسناده وو، له پاکستانه ایستل شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.