Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌‌وردګ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې

526639377_1098137835754851_8820750161759728090_n

 د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې له ۸ ولایتونو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د «میدان اتلانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته وویل چې دغه سیالي لس ورځې مخکې د والیبال فدراسیون له لوري د دغه ولایت په کوربتوب د بامیان، غزني، لوګر، کاپیسا، لغمان، کونړ او کابل ولایتونو د غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې د «میدان اتلانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو له جوړولو یې موخه د ولایتونو ترمنځ د دوستۍ، مینې او ورورولۍ فضا رامنځته کول او والیبال ته وده ورکول وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د المپیک د ملي کمېټې او سپورت عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق هم ورغلی و. هغه ورزشکارانو ته ویلي چې اسلامي امارت د ټولو لوبو له لوبغاړو کلک ملاتړ کوي او هڅه کوي چې ورزشکارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادو سیالیو پای‌لوبه د «میدان اتلانو» او «ځواک میدان ښار» لوبډلو ترمنځ وشوه چې «میدان اتلانو» ۳ پر صفر بریا خپله کړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.

د یادونې ده چې تېره میاشت هم د میدن‌وردګ ولایت په کوربتوب د څلورو ولایتونو ــ میدان وردګ، غزني، بامیان او دایکنډي ـ ترمنځ د فوټبال سیالۍ شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام