د میدانوردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري پيل شوې سیالي د «باري» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د والي ویاند وحیدالله سروري سلاموطندار ته وویل، دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري لس ورځې وړاندې پيل شوې وې چې پای لوبو ته د باري او حماد والیبال لوبډلو لاره موندلې وه او په پای کې باري لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماته ورکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه وویل، له یادو سیالیو جوړېدو څخه موخه د والېبال ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو لپاره سالیمه بوختیا رامنځتهکول او د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول وو.
سروري وویل، بریالۍ لوبډلې ته په ډالۍ کې یوه پسه او دوهم مقام ګټوونکې ته هم ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري ورته ورزشي سیالۍ په لاره اچول شوې دې.