د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کنایه توګه او له تمسخرو ډکو څرګندونو کې ویلي چې روسیه غواړي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو مېرمن کامېلا هرېس بریالۍ شي.
ولادیمیر پوتین دغه څرګندونې نن پنجشنبه، د روسیې په ختیځ کې یوې اقتصادي غونډې ته کړې دي. پوتین له دې وړاندې هم د روان کال لومړیو کې په کنایه ډوله ویلي، د ټرمپ په پرتله، جوبایډن ښه سیاستوال دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې غونډه کې پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه ټاکنې د امریکا د خلکو ټاکنې دي او زیاته یې کړه: «څنګه چې بایډن خپلو ملاتړو ته د هارېس ملاتړکولو وړاندیز کړی و، موږ به هم همداسې وکړو؛ موږ به د هغې ملاتړ وکړو.» د پوتین له دې څرګندونو وروسته هغه او د غونډې ګډونوال، په خندا شول.
رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه، سپټمبر پنځمه په خپور کړي راپور کې ویلي، د امریکا استخباراتي ادارو معلومات ښيي، روسیه غواړي ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، ځکه په وینا یې، ټرمپ له اوکراین کم ملاتړ کوي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکا تازه د روسیې د دوو رسنیو پر مدیرانو تور پورې کړی چې د نومبر پر ولسمشریزو ټاکنو د اغېزو لپاره یې، غیرقانوني طرحه جوړه کړې.