Asset 1SWN

سلام وطندار

ولادېمیر پوتین: اوکرایني سرتېري دې تسلیم یا دې ووژل شي

Putin-oxgxgx2m8ewymhcc9yzcejda04nbwe56ne4smqzzpw

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین کُرسک کې د اوکراین کلابندو سرتېرو ته ویلي چې یا دې تسلیم شي او یا دې ووژل شي.

پوتین یادو سرتېرو ته په اشارې سره ویلي چې ۳۰ ورځنی اوربند د اوکراین په ګټه دی او روسیې ته هېڅ ګټه نه‌لري. نوموړي په ښکاره توګه له اوربند سره مخالفت ښودلی.

روسیه وايي چې ځواکونو یې د ګازو د ۱.۴ قطره نلکې څخه په استفادې د کُرسک په سودژا سیمه کې نفوذ کړی او اوکرایني سرتیري یې، کلابند کړي دي.

پوتین د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي: «دغه سرتېري دي تسلیم یا دې ووژل شي.»

په ورته مهال ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیز شبکه «ټروټ سوشال» ویلي: «دا مهال زرګونه اوکرایني سرتېري د روسیې له لوري په بشپړه توګه کلابند شوي او ناوړه وضعیت کې دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ وړاندې لیکلي: «ما له پوتین غوښتنه کړې چې یادو سرتېرو ته زیان ونه‌رسوي. دا ښايي یو قتل عام وي، هغه څه چې له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا نه‌دي لیدل شوي.»

د ټرمپ له دې څرګندونو وروسته پوتین د روسیې امنیت شورا سره په یوې ناسته کې وویل چې د ټرمپ غوښتنې عملي‌کولو لپاره باید اوکراین خپلو سرتېرو ته ووايي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

بل‌خوا د اوکراین پوځ بیا دغه ادعاوې ناسمې بللي او هغه یې، پر اوکراین او شریکانو د فشار راوړلو لپاره لاس‌وهونکی سیاست یاد کړی دی.

د اوکراین پوځ ویلي چې سرتېرو یې، د مناسبې دفاع لپاره شاتګ کړی او د کلابندی هېڅ ګواښ شتون نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام