د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دې وروستیو کلونو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې پیاوړې شوي او تېر کال د مسکو له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه دې برخه کې مهم او اغېزناک ګام وو.
پوتین د اسلامي امارت د سفیر په ګډون د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو د باورلیکونو د منلو پرمهال ویلي، افغانستان دامهال د شانګهای همکاریو سازمان کې د څارونکي غړیتوب لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، روسیه هیله لري چې افغانستان یو متحد، خپلواک، سولهییز او له جګړې، ترهګرۍ او نشهیي توکو پاک هېواد وي.
روسیه دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د اسلامي امارت حکومت یې په رسمیت پېژندلی.
د چین له ولسمشر شي جینپینګ وروسته، ولادیمیر پوتین د نړۍ دویم مشر دی چې د اسلامي امارت د سفیر باورلیک یې منلی.
همدارنګه اسلامي امارت د روان کال سرطان میاشت کې ګلحسن حسن مسکو کې د خپل سفیر په توګه وټاکه.