Asset 1SWN

ولادیمیر پوتین: که اوکراین څلور ولایتونه راکړي، جګړه به پای ته ورسوم

2_RUSSIA-POLITICS-EDUCATION-YOUTH

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې دی به اوکراین کې روانه جګړه هلته پای ته ورسوي چې دغه هېواد روسیې ته څلور ولایتونه ورکړي او له ناټو سازمان سره له یوځای کېدو لاس واخلي.

کی‌یف بیا د پوتین دغه غوښتنې د تسلیمېدو په مانا بللي او په سمدستي توګه یې رد کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پوتین دغه څرګندونې پرون جمعه، جون ۱۴مه د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې سویزرلنډ کې د نړۍ مشران د روسیې-اوکراین جګړې پای ته رسولو په تړاو کنفرانس جوړوي. یاد کنفرانس ته روسیه نه‌ده وربلل شوې.

پوتین همداراز د وینا پرمهال وویل چې اوکراین باید غیرنظامي شي او د لوېدیځ د بندیزونو لرې‌کولو هم باید د سولې یوه برخه وي.

بل‌خوا د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیک رویټرز ته ویلي: «هغه اوکراین ته وړاندیز کوي چې ماتې ومني. هغه اوکراین ته وړاندیز کوي چې په قانوني ډول روسیې ته خپلې سیمې ورکړي. هغه اوکراین ته وړاندیز کوي چې خپل جیوپولیټیکل حاکمیت لاسلیک کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال جوړېدونکي کنفرانس کې هند، ترکیه او هنګري چې روسیې سره نږدې اړیکې لري، تمه لري، دې کنفرانس کې ګډون وکړي. چین بیا وروسته له هغې شا ته شو چې روسیې دغه کنفرانس بې‌ګټې وباله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام