د وینزویلا د ولسمشر مرستیالې ډیلسي روډرېګز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، وینزویلا به هېڅکله د امریکا مستعمره نه شي.
هغې ټینګار کړی چې د دې هېواد خلک د خپل حاکمیت، سرچینو او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي او اجازه به ورنه کړي چې د وینزویلا طبیعي شتمنۍ تر بهرني کنټرول لاندې راشي.
رودرېګز همداراز د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي، د وینزویلا یوازینی مشروع ولسمشر نیکولاس مادورو دی.
ډیلسي وویل: «د وینزویلا ټول ملي ځواک د مادورو له نیول کیدو وروسته په ټول هیواد کې ځای پر ځای شو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې د چین او نورو هیوادونو څخه د دوی د ملاتړ لپاره مننه او ادعا یې وکړه چې د متحده ایالاتو اقدامات “صهیونیسټ رنګ” لري.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا به د انتقالي دورې تر پایه د وینزویلا مشري پر غاړه واخلي او د امریکا د نفتو لوی شرکتونه به دغه هېواد ته ولېږل شي.
ټرمپ وویل: «موږ به دا په مسلکي توګه پرمخ یوسو، موږ به یې په سمه توګه پرمخ یوسو، موږ به د نړۍ تر ټولو لوی د تیلو شرکتونه ولرو، دوی به په ملیاردونو او ملیاردونو ډالر پانګونه وکړي او دا پیسې به په وینزویلا کې وکاروي.»
امریکا تېره ورځ پر وینزویلا له پوځي برید وروسته د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن ونیول.