Asset 1SWN

سلام وطندار

دلسي روډریګز: ونزویلا حق لري له روسیې او ایران سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري

AP26003545365603

د ونزویلا چارسمبالې ولسمشره دلسي رودریګز، ټينګار کړی چې کاراکاس حق لري چې له چين، کيوبا، ايران او روسيې سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي او د امريکا هر ډول لاسوهنه يې رد کړې.

د «ونزویلا ټايمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، رودریګز دا څرګندونې د اجراییه قوې د کلني کاري راپور د وړاندې کولو پرمهال د یاد هېواد پارلمان ته وکړې.

هغې زیاته کړې چې ونزویلا حق لري خپله خپلواکه بهرنۍ تګ‌لاره وټاکي او د واشنګټن دريځ يې «دښمنانه» وباله.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


رودریګز هغه پېښه چې د جنورۍ په درېيمه د امريکا له لوري شوې، «تجاوزکارانه اقدام» بللی او دا يې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې «د شرم ټکی» ياد کړ.

د راپورونو له مخې، امريکايي ځواکونو د يادې نېټې په ورځ د ونزویلا ولسمشر نيکولاس مادورو او د هغه مېرمن سيليا فلورس نيولي وو.

د ونزویلا چارسمبالې ولسمشرې همداراز زیاته کړې، سره له دې چې امريکا «دښمنانه اقدامات» کړی، د یاد هېواد حکومت د بحران د هواري لپاره ديپلوماتيکه لاره خپله کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام