Asset 1SWN

سلام وطندار

د ونزویلا ولسمشر: امریکا د جګړې په اړه جعلي ادعاوې جوړوي

نیکلاس+مادورو

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو پر امریکا سختې نیوکي کړي او ادعا یې وکړه چې واشنګټن د نوموړي حکومت پر وړاندې د «جګړې په اړه جعلي ادعاوې جوړوي.»

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، اکتوبر ۲۶مه راپور ورکړی چې مادورو، د کارابین سمندر ته د امریکا د بیړیو نږدې‌کېدل، د ډونالډ ټرمپ د «دائمې جګړې» د پیل نښه بللې ده. مادورو دغه ګام د امریکا د «ناسمو او جنایي روایتونو» په توګه یاد کړي دي.

پنټاګون د دې عملیاتو هدف د «نارکو تروریزم» پر ضد مبارزه او د هغو ترانس ملی جرمونو سازمانونو له‌منځه وړل بللي چې د امریکا او د هیمسفیر امنیت ته ګواښ دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې ترڅ کې، امریکا په کارابین سمندر کې د شکمنو مخدره توکو قاچاق وړونکو پر وړاندې بریدونه کړي چې لږترلږه ۴۳ کسان په‌کې وژل شوي دي.

د ټرمپ ادارې د مادورو پر وړاندې د ۵۰ میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی، هغه مادورو د «ترهګرۍ شبکې» مشر ګڼي؛ خو مادورو دغه تورونه بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي چې ونزویلا هېڅ‌کله کوکاین نه تولیدوي.

بل‌‌خوا مادورو د مخالف سیاستوال لیوپولدو لوپیز تابعیت لغوه کولو لپاره قانوني ګامونه پورته کړي، هغه په دې تورنوي چې د امریکا د پوځي مداخلې ملاتړ کوي. د دې ټولو ترڅنګ، په سیمه کې د امریکا د پوځ پراخ شتون هم وضعیت کړکېچ کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام