Asset 1SWN

سلام وطندار

وزګارتیا او روژه؛ کابل کې کارګر: کار نشته او د یوې ډوډۍ پیسې هم پوروم

بی_2کاری-1-qbac12b25uw1vg3cdaan7np4a0w1l11em5r9left6w

د کابل ښار د شهرنو سیمې په «حاجي یعقوب څلور لارې» کې هره ورځ ګڼ‌شمېر کارګر په دې هیله د سړک پر سر ولاړ وي چې ګوندې څوک به یې، د کار لپاره بوځي.

محمدرحیم عظیمي چې هره ورځ د کار موندلو لپاره دې څلور لارې ته راځي، وايي، بې‌وزلۍ اړ کړی چې هره ورځ د کار موندلو لپاره شهرنو ته راشي، خو د ده په وینا، په تېرو شلو ورځو کې يې کار نه‌دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «کار نشته، د روژې اتمه ده. زه په دې اتو ورځو کې یو ځل هم کار ته نه یم تللی. له دې مخکې، ما کار هم نه درلود. رنګمالي او ترمیم کوم. خلک د ژوند کولو لپاره کوم چانس نه‌لري. رنګمالي یو شوق دی او په دې برخه کې هېڅ کار نشته. زه د یوې ډوډۍ روپۍ قرضوم او د دوکاندارانو څخه تر خپلوانو پورې د هرچا څخه پوری وړی یم.»

یو بل کارګر محمداسلام چې رنګ‌مال دی او د پرله‌پسې ۱۵ ورځو لپاره یې، کار نه‌دی کړی، وايي چې روژې میاشت کې، وزګارتیا او بې‌وزلۍ د هغه لپاره تر بل هر وخت ژوند سخت کړی دی.

نوموړي وویل: «شهرنو کې رنګ‌مال یم او ۱۵ ورځې کېږي چې وزګاره یم، کاروبار نشته او ژوند ستونزمن دی. کار کم دی، وزګارتیا او تنګسیه ډېره ده. ۱۵ ورځې مې کار ندی کړی او جېب‌خرچي هم نه‌لرم.»

بل‌خوا ملګروملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان له سوډان وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې ۲۳ میلیونه اوسېدونکي یې، بشري مرستو ته اړتیا لري.

سلیمان‌خېل چې د سړک پر سر ولاړ دی او لاسي ګاډۍ کې د خلکو بارونه وړي، وايي، د تېرې یوې اوونۍ راهیسي يې کار نه‌دی کړی او که ځیني ورځې لږ کار پیدا هم کړي، عاید يې د کورنۍ اړتیاوي نه شي برابرولی.

هغه وویل: «منډوي کې درې ورځې وګرځېدم، د ډوډۍ پیسې مې پیدا نکړې، دا بستره ده او شپه او ورځ دلته یم. که کار وی، شپې به کور ته تلم، وچه یا لمده به مې کور ته وړه او کورنۍ سره به مې وم.»

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي چې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو لپاره باید نړیوالې مرستې د کار فرصتونو په رامینځته کولو او د زیربناوو پراختیا برخو کې وي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم اعلان کړی چې د لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ، د اقلیم بدلون او د امنیتي خطرونو زیاتوالي د افغانانو ترمنځ د بشري مرستو اړتیا زیاته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام