Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان ته د اوزبیکستان صادرات ۴۰سلنه زیات شوي

uzbekistan-ozbekistan-tren

د اوزبیکستان د احصایې ملي کمیټې په تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۹۲۱ میلیونه ډالر وه.

په راپور کې راغلي چې د اوزبیکستان صادرات افغانستان ته په روان کال کې د تېرکال په پرتله تر ۴۰٪ زیات شوي او افغانستان د اوزبیکستان په صادراتو کې له پنځم مقام څخه درېیم مقام ته پورته شوی دی.

د راپور له مخې، برښنا، خوراکي توکي، درمل، ودانیز مواد او صنعتي تجهیزات د اوزبیکستان مهم صادراتي توکي وو چې په ۲۰۲۵کال کې افغانستان ته صادر شوي دي. د اوزبیکستان د صادراتو حجم د ۲۰۲۵کال د جنورۍ څخه تر نومبر پورې ۳۰.۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې روسیه (۴ میلیارده ډالر)، چین (۱.۹ میلیارده ډالر) او افغانستان (۱.۳ میلیارده ډالر) یې مهم هدفونه وو.

اوزبیکستان وایي چې اوس مهال په ټولیزه توګه د دې هیواد ۴.۱٪ صادرات افغانستان ته ترسره کېږي.

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان د سوداګرۍ لارو بدلون په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې، د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو اصلي لامل دی.

وزارت زیاتوي: «افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله دا وړتیا لري چې له روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپله سوداګري پراخه کړي. په تېرو کلونو کې، په ځانګړې توګه د سیمه‌ییزو سوداګریزو لارو د بدلون له امله، د سوداګرۍ دا بهیر په چټکۍ سره وده کړې ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د وزارت په وینا، تېل، ګاز، غنم، اوړه، ساختماني مواد او برښنا د افغانستان مهم وارداتي توکي دي چې په روان کال کې له منځنۍ اسیا او روسیې څخه وارد شوي دي.

برعکس، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، تازه او وچې مېوې د افغانستان مهم صادراتي توکي دي چې نورو هیوادونو ته صادر شوي دي.

اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي وایي، د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې د صادراتو پراختیا لپاره هم تدابیر ونیول شي، څو افغانستان یوازې د مصرفي هیواد په توګه پاتې نشي.

هغه وویل: «اوزبیکانو خپل سوداګريز کار تاجرانو ته ساده کړی او د افغانستان بازار یې جدي نیولی دی. د اوزبیکستان تاجر پوهېږي چې که مال صادر کړي، لار یې معلومه او قانون یې واضح دی، بې‌ځایه تمې نه کیږي او لګښتونه یې له مخکې معلوم دي. د افغانستان بازار مصرفي او نږدې دی؛ اوزبیکستان همدې اړتیا ته پام کړی او منظم پلان لري. که افغانستان یوازې واردوونکی پاتې شي، دا د افغانستان په ګټه نه ده. باید زموږ صادرات هم دې هېواد ته زیات کړو.»

همدارنګه، د اوزبیکستان د احصایې ملي کمیټې د اعلان له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ نه تر اکتوبر پورې ۳۳۹زره او ۵۰۰ افغانان د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره اوزبیکستان ته تللي دي.

اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې هڅه کړې، څو د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړې توګه اوزبیکستان سره خپلې سوداګریز اړیکې پراخې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام