د بلخ ځایي مسوولان وایي، د اوزبیکستان له لوري د بشري مرستو جوپه د افغان اړمنو د لاسنیوي په موخه بلخ ته رسېدلې ده.
د بلخ د والي ویاند عطاالله زېد ویلي چې په دې مرستو کې خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات شامل دي، تېره ورځ د حیرتان په سوداګریز بندر کې ځایي مسوولانو ته سپارل شوې دي.
د هغه په وینا، په دغو مرستو کې ۹۶ ټُنه اوړه، ۲۲ ټُنه وریجې، ۲۰زره د غوايي د غوښې کنسرو، ۲۲ ټُنه بوره، ۲۰زره لېټره د لمرګل غوړي، ۱۸۰زره د مګي اش «چټک پخېدونکي خوراکي توکي»، ۴۰ ټُنه ماکاروني او ۱۶۹ ټُنه بېلابېل ډوله درمل او طبي تجهیزات شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادې مرستې د اوزبیکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمتالله ایرګشوف په حضور کې د بلخ والي محمدیوسف وفا ته وسپارل شوې.
عصمتالله ایرګشوف وویل، د دغو مرستو د لېږلو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د اوزبیکستان د دولت بشردوستانه ژمنتیا او د ګاونډیانو پر وړاندې د مسوولیت احساس دی.
بلخوا، د بلخ والي محمدیوسف وفا د دغو مرستو له امله مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او ورورولۍ د اړیکو نښه وبلله.
د بلخ ځایي مسوولان وایي، له ۱۴۰۰کال راهیسې تر اوسه د اوزبیکستان له لوري له ۱۵زره ټُنو زیاتې بشري مرستې د افغانستان خلکو ته لېږل شوې دي.