Asset 1SWN

سلام وطندار

اوزبیکستان افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کړې

cd0427848b83ec997da1e883a1b2e660b075e177-1200x800

د اوزبیکستان حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته یې د خوراکي توکو په ګډون له ۲۹۰ ټنو څخه ډېرې بشري مرستې استولې دي. دغه مرستې د حیرتان بندر له لارې د افغانستان مسوولانو ته سپارل شوې دي.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي او تاشکند هڅه کوي د بشري مرستو له لارې د هغوی ملاتړ وکړي.

د وزارت په خبره، دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه هم اخیستل شوی دی.

د مرستو د سپارلو په مراسمو کې د اوزبیکستان استازو او یوشمېر سیمه‌ییزو چارواکو ګډون کړی وو. په دې ناسته کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په بېلابېلو برخو کې به ګډ کار نور هم پراخ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اوزبیکستان داهم ویلي چې د دغو مرستو برابرول د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ او د ثبات د ټینګښت لپاره د دوی د پراخو بشري هڅو برخه ده.

سره له دې چې اوزبیکستان لاهم د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په وروستیو کلونو کې یې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې جاري ساتلې دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو مخکې ویلي وو چې غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر پنځو میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام