Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوزبیکستان ولسمشر: افغانستان د سیمه‌ییزو تعاملاتو مهمه برخه جوړوي

Uzbeksitan-President-880x529

جاپان له تېرې ورځې راهیسې د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډې کوربه دی.

په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان او د جاپان استازو ګډون کړی.

د دې غونډې اصلي موخه د دوه اړخیزو همکاریو پراخول او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو بحث ښوول شوی.

په غونډه کې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې د افغانستان د رول پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي، افغانستان لا هم د سیمه‌ییزو تعاملاتو یوه کلیدي برخه ده.

همدارنګه، د ازبکستان ولسمشر وویل چې افغانستان کې ثبات او اسلامي امارت سره ماناداره تعامل د دې هېواد او ټولې سیمې د پرمختګ فرصتونه رامنځته کوي.

«افغانستان لا هم زموږ د تعامل یوه کلیدي برخه ده. موږ هیله لرو چې دغه هېواد کې سوله، ثبات او ماناداره پراختیا رامنځ ته شي؛ موږ باور لرو چې زموږ ګډ اقدامات او ټولیزه همکاري به د دې هېواد وضعیت ښه کړي.»

د اوزبیکستان ولسمشر همدارنګه د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډه کې د جاپان له‌خوا افغانستان سره د پرله‌پسې مرستو ستاینه کړې او ویلي، ګډو سیمه‌ییزو هڅو او همکارۍ افغانستان کې د ټولنیزو-اقتصادي پرمختګونو او بنسټیزو جوړښتونو په وده کې مرسته کړې او په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې د دې هېواد فعاله ګډون تضمینوي.

د یادونې ده چې جاپان تېره ورځ افغانستان کې اړمنو سره د مرستې لپاره ۲۰ میلیون ډالره هم ځانګړي کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسلامي امارت د اوزبیکستان د ولسمشر له دغو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، د اوزبیکستان په څېر دې نور هېوادونه هم د افغانستان او سیمې په ثبات کې خپله ونډه ادا کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: «افغانستان له اوزبیکستان او جاپان سره مثبتې اړیکې لري او هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره هم مثبت تعاملات پراخ کړي؛ د ازبکستان په څېر نور هېوادونه هم کولی شي د افغانستان له اقتصادي برخو او بنسټیزو پروژو ملاتړ وکړي او د سیمې او افغانستان په ثبات کې خپله ونډه ادا کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي هم باور لري چې ګاونډي هېوادونه افغانستان سره د تعامل د پراخولو او همکاریو له لارې په ټوله سیمه او هېواد څخه د خپلو امنیتي اندېښنو د حل په لټه کې دي.

سیاسي شنونکی مطیع‌الله آرین‌پور وايي: «ګاونډي هېوادونه کابل سره د تعامل له لارې د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د تأمین په لټه کې دي. دغه هڅې تر یوه ځایه د افغانستان له سیاسي مشروعیت سره مرسته کوي؛ دغه هېوادونه د دې ډول تعاملاتو په وسیله څرګندوي چې افغانستان د سیمه‌ییزو فعالیتونو په برخه کې له پامه نه‌شي غورځول کېدی.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم وايي چې د افغانستان د اقتصادي همکاریو او تعاملاتو د جذب لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې د اسلامي امارت په ګټه دي.

دوی وویل، دغه هڅې د افغانستان لپاره د ثبات، اقتصادي ودې او د نورو همکاریو د جذب زمینه برابروي.

د اوزبیکستان له هغو هېوادونو دی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې افغانستان سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لرلي او تل یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو په کچه له افغانستان ملاتړ کړی.

د یادونې ده چې د «منځنۍ اسیا ـ جاپان» غونډه د جمعې په ورځ پیل او د شنبې ورځ یې هم دوام درلود.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام