Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ته د اوزبیکستان او پاکستاني پلاویو سفر؛ هوکړې لاسلیک کېږي

mfa

ټاکل شوې چې د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشري پلاوي کابل کې د سرپرست حکومت له لوري په جوړ شویو غونډو کې له ګډون سربېره، یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو هېوادونو پلاوي به په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «نن به د غرمې په ۱۲ بجې د ازبکستان جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي کابل ته رارسېږي چې دلته به په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې شرکت کوي. د بهرنیو چارو وزیرانو په یادو پلاوو کې د اوزبیکستان د ټرانسپورت وزیر او د پاکستان د رېل پټلۍ وزیران هم شامل دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو لوړپوړي پلاوي به لومړی د بهرنیو چارو وزیر په کوربه‌توب د سیاسي مشاورت درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

په یاده ناسته کې به د درېوو اړخونو ترمنځ په سیاسي تفاهم، ډیالوګ او د ستونزو د حل لپاره په اساسي مسایلو خبرې وشي.

ټاکل شوې چې د درېوو هېوادونو له لوري په ارګ کې د «ټرانس افغان» پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه هم لاسلیک شي.

په ورته مهال افغانستان ته د پاکستان او اوزبیکستان راغلي پلاوي به د سرپرست حکومت له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام