د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې د اوزبیکستان د جیولوجي او کانونو د وزیر مرستیال بهزاد مرمودوف او ورسره مل پلاوي په کابل کې د دې وزارت له سرپرست وزیر هدایتالله بدري سره لیدلي دي.
دغه لیدنه چې پرون شوې پهکې له افغانستان سره یې د سروې، ډبرو او منرالونو د پروسس لپاره د ټولو مرحلو د ترسره کولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان وايي: «ښاغلي مرمودوف میدانوردګ کې د طوطي میدان د ګازو د ساحې او د هغه د اوسپنې کان د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د کانونو او پټرولیم وزارت څخه یې، د همکارۍ غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دوی به د ټولو معدني سرچینو د سروې، اکتشاف، استخراج او پروسس په برخو کې همکاري او یوځای کار وکړي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې غونډه کې ټینګار کړی چې وزارت هڅه کوي په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ډېری فرصتونه برابر کړي.
بلخوا یوشمېر اقتصادي کارپوهانو د اوزبیکستان له لوري له افغانستان سره د کانونو په برخه کې د ګډې همکارۍ د اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې که دا اقدام عملي شي، نو د افغانستان اقتصاد به هم ښه وده وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اقتصادي کارپوهان امیدالله قاسمزي وویل: «په مختلفو سکتورونو کې پانګونه کولای شي، اقتصادي تحرک راولي، خو د افغانستان کانونو استخراج برخه کې باید احتیاط وشي، ځکه چې دا یوه نه بدلیدونکې سرچینه ده او باید د استخراج څخه تر پروسس او تولید پورې په افغانستان کې ترسره شي. که پانګونه وشي او بشپړ شوي توکي صادر شي، نو دا به د خلکو لپاره کار پیدا کړي او په هېواد کې به اقتصادي وده رامنځته کړي.»
یوه بل اقتصادي کارپوه عبدالشکور هډهوال وايي: «اوزبیکستان د کانونو او ګاز استخراج برخه کې لېوالتیا لري. د استخراج او پانګونې لپاره ورته ذهنیتونه او ملاقاتونه باید د کانونو برخه کې نور هېوادونه هم وهڅول شي چې دا به د هېواد اقتصادي ودې لامل شي او کار به پیدا شي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې د چین، ایران، ترکیې، قطر او ځینو نورو هېوادونو ډېری پانګوالو او شرکتونو له افغانستان سره د لویو کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د وزارت د چارواکو په وینا، روسي او اوزبیک شرکتونو افغانستان کې د تېلو او ګازو د کانونو په سکتور کې پانګونې ته زیاته لېواالتیا ښودلې ده.