Asset 1SWN

د اوزبیکستان ولسمشر او نورالدین عزیزی لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار شوی

GtNzNvKWEAARuYP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاشکند د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سره لیدلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ ناوخته (چهارشنبه، جوزا ۲۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا خبرې کړي.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې دواړو لورو د سوداګرۍ، اقتصاد، لېږد رالېږد، لوجیستیک، انرژۍ، کرنې او د کانونو استخراج په برخو کې هم د همکاریو په زیاتولو بحث او خبرې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې نورالدین عزیزي تېره دوشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ د تاشکند د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته سفر کړی دی.

د اوزبیکستان ولسمشر د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د افغانستان پر ثبات، دوامداره پرمختګ او پر نړیوالې همکارۍ ټينګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام