Asset 1SWN

امریکا په خپله خوښه تلونکو ناقانونه کډوالو ته ۱۰۰۰ ډالر ورکوي

1200x800

د امریکا حکومت په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوالو ته اعلان کړی، که په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شي، ۱۰۰۰ ډالر به ورکړي.

د امریکا کورني امنیت وزارت مسوولان وايي، په خپله خوښه تلونکو ناقانونه کډوالو ته د سفر د لګښت ترڅنګ، یو اپلېکېشن هم جوړ کړی چې وکولای شي، خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره ځان ثبت کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «هغه کډوال چې د CBP One  اپلېکېشن له لارې چې پخوا د CBP Home په نوم پېژند‌کېده، په خپله خوښه ستنېدو لپاره نوم لیکنه کولای شي او نور به د توقیف او اېستلو لپاره د لومړیتوب نوملړ کې نه‌وي. دوی به مستقیم مالي مرسته، د سفر اسانتیاوې او نور فرصتونه ترلاسه کړي چې بېرته هېواد ته په منظم ډول ستانه شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


واک ته د ډونالډ ټرمپ له ستنېدو راهیسې له امریکا څخه شاوخوا ۱۵۲۰۰۰ ناقانونه کډوال له دغه هېواد اېستل شوي دي.

د ټرمپ ادارې هڅه کړې چې د سختو جریمو ګواښونو، د قانوني حیثیت د لغوه‌کولو او د ګوانتانامو خلیج، کیوبا او ایلسلوادور زندانونو ته د لېږد په څېر ګواښونو سره دغه هېواد کې ناقانونه کډوال او پناه‌غوښتونکي وهڅوي، څو په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام