د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره تر لیدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې پر دغه هېواد د جېټالوتکو د پلورلو ژمنه کړې.
ټرمپ او مودي د فبرورۍ پر ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال د نورو مسایلو ترڅنګ، پر اقتصادي موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ زیاته کړې چې هند ته د اېف-۳۵ جېټالوتکو ورکړې سره به دغه هېواد د پرمختللیو جنګي الوتکو لرونکو هېوادونو په ډله ودرېږي.
په یاده خبري ناسته کې همداراز ټرمپ زیاته کړه چې د روان کال له پیله به هند د میلیارډونو ډالرو په ارزښت له امریکا پوځي تجهیزات او وسایل وپېري.
ټرمپ له نويډیلي سره داسې مهال دغه سوداګریز تړونونه لاسلیکوي چې امریکا د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې تعرفې لوړې کړې دي.
نرېندرا مودي بیا دې لیدنه کې ژمنه کړې چې هند به ډېر ژر د امریکا په باسټن او لاسانجلس کې خپلې قونسلګرۍ پرانیزي.