د امريکا د جګړې وزير پيت هېګست اعلان کړی چې د روسيې لهخوا د ناټو د هوايي حريم نقض «د منلو وړ نه دی». دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د روسيې جنګي الوتکې د استونيا هوايي حريم ته داخلې شوې.
هېګست پر خپله «اېکسپاڼه» لیکلي: «د دوشنبې پر ورځ مې له خپل استونيايي سيال سره مهمه اړيکه لرله. د روسيې لهخوا د ناټو د هوايي حريم نقض د منلو وړ نه دی. د امريکا د جګړې وزارت د استونيا تر څنګ ولاړ دی او د متحدانو له چټک او قوي غبرګون څخه مننه کوي.»
د راپورونو له مخې، درې روسي جنګي الوتکې د تېرې جمعې پر ورځ د استونيا هوايي حريم نقض کړی و. د استونيا د بهرنيو چارو وزير دغه پېښه «بېساري او سپک ګڼونکی نقض» بللی دی.
له دې وروسته، د استونيا لومړي وزير، کريستين ميشال، د ناټو د منشور د څلورمې مادې پربنسټ د سلامشورو غوښتنه وکړه. دغه ماده غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې هره هغه موضوع چې د دوی امنيت يا سياسي خپلواکي ته ګواښ پېښوي، د خپلو متحدانو سره شريکه کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
استونيا پرون سهشنبه خبر ورکړ چې درې روسي «ميګ-۳۱» ډوله جنګي الوتکې يو ځل بيا د دې هېواد هوايي حريم ته ننوتې، خو د ناټو جنګي الوتکو هغوی شاتګ ته اړ کړې. د استونيا حکومت ټينګار کړی چې د روسيې د پرلهپسې نقضونو په تړاو د ناټو له مشورو رسمي غوښتنې ته جدي ژمن دی.
دغه کړکېچ په داسې حال کې زياتېږي چې د امريکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، هڅه کوي د روسيې او اوکراين جګړه چې راتلونکي فبرورۍ کې څلورم کال ته داخله کېږي، پای ته ورسوي.