د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د سوریې ولسمشر احمدالشرع نوم د دې هېواد له د بندیزونو له نوملړ څخه لرې شوی دی.
له دې اعلان سره هممهاله، اروپا ټولنې هم د جمعې پر ورځ تایید کړه چې ډېر ژر به د الشرع پر ضد بندیزونه لرې کړي.
اوا هرنچروا، د اروپايي ټولنې د بشري چارو ویاندې، العربیه ته ویلي چې دغه ټولنه په بېړنۍ توګه د بندیزونو د لغوه کولو پرېکړه کوي.
بلخوا، بریتانیا هم د جمعې په سهار د سوریې پر ولسمشر لګېدلي بندیزونه لغوه کړل. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب نوم هم د بندیزونو له نوملړ څخه ایستل شوی دی.
دا پرېکړې وروسته له هغه کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا د امریکا لهخوا وړاندې شوي پرېکړهلیک ته مثبت رایه ورکړه. په پرېکړهلیک کې ویل شوي چې ولسمشر الشرع او انس خطاب به نور د هغو کسانو په لېست کې نه وي چې د داعش او القاعدې په تړاو تر بندیزونو لاندې دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بندیزونو د لغوه کولو له امله له واشنګټن مننه کوي.