Asset 1SWN

غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز؛ حماس خپل ځواب منځګړو ته سپارلی

حماس

حماس وايي، غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د نوي وړاندیز په اړه یې خپل ځواب منځګړو ته سپارلی.

نړیوالو رسنیو ویلي چې حماس تېره ورځ (شنبه د جوزا ١٠مه) د امریکا د نوې طرحې په غبرګون کې ځواب څخه موخه، دایمي اوربند ته رسېدل، له غزې څخه د ټولو اسراییلي ځواکونو وتل او د غزې اوسېدونکو ته د مرستو د دوام تضمین بللی دی.

د حماس بیانیه کې ویل شوي چې: “لس اسراییلي یرغمل شوي به ازاد شي او د توافق شویو فلسطیني زندانیانو د خوشې کېدو په بدل کې به ١٨ اسراییل جسدونه تحویل کړل شي.”


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امریکا او اسراییل تر اوسه د دغه وړاندیز تپه اړه د حماس ځواب ته غبرګون نه دی ښوولی.

حماس داسې مهال د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړی چې پر غزې د اسراييل بریدونه دوام لري.

د راپورونو پر اساس، د اسراییل تازه بریدونو کې شاوخوا ٦٠ فلسطینیان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام