Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکايي چارواکی: که ایران وغواړي واشنګتن خبرو ته چمتو دی

IMG_6042-1-1-1-1024x683-1-ri9crmvy2unalwycaii7tw5srbv9c76weqdrg617rc

یو امریکايي چارواکي وايي، که ایران له واشنګتن سره د تماس غوښتنه وکړي، دغه هېواد له تهران سره د «همکارۍ او خبرو» لپاره چمتو دی.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه (د سلواغې ۷مه / د جنورۍ ۲۷مه) د دغه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران د خبرو له شرایطو خبر دی او پوهېږي چې په احتمالي مذاکراتو کې به کوم موضوعات مطرح کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ایران کې له پراخو ولسي اعتراضونو وروسته، د تهران او واشنګتن ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، تازه ویلي چې د امریکا یوه الوتکه‌وړونکې بېړۍ د ایران پر لور روانه ده، خو هیله یې ښودلې چې د هغې کارولو ته به اړتیا پیدا نه‌شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي چې یاده الوتکه‌وړونکې بېړۍ او ورسره مل جنګي کښتۍ منځني ختیځ ته رسېدلي دي.

د هغوی په وینا، دا اقدام د امریکا د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام امکان هم زیاتوي.

امریکا تر دې وړاندې هم د لوړ کړکېچ پرمهال په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی چې زیاتره یې دفاعي بڼه لرلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام