په منځني ختیځ کې د ابراهام لینکن د الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کېدل او د امریکا لهخوا خلیجي هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه، پر ایران د امریکا د احتمالي برید سناریو تر بل هر وخت پیاوړې کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران تر څار لاندې لري او یوه لویه پوځي بېړۍ یې د ایران پر لور لېږلې ده.
په منځني ختیځ کې پوځي چمتووالی او سیاسي بدلونونه د داسې نښتې خبر ورکوي چې هره شېبه پیلېدی شي.
په عراق کې د همغږۍ چوکاټ، چې ایران ته نږدې بلل کېږي، نوري المالکي د دې جریان د وړاندیز شوي لومړي وزیر په توګه معرفي کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د عراق له لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرو کې ایران ته د نږدې حکومت د جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د الجزیرې د راپور له مخې، د سنتکام لوړپوړو قومندانانو له اسراییلي پوځي او امنیتي چارواکو سره په ستراتېژیکه ناسته کې، د ایران پر وړاندې د «چټکو، لنډو او دقیقو عملیاتو» له سناریو پرده پورته کړې.
په سیمه کې د جګړې احتمال له زیاتېدو سره، د عراق کتائب حزبالله په یوه اعلامیه کې د امریکا او اسراییل پر وړاندې له ایران څخه ملاتړ اړین بللی.
ایران هم پرلهپسې امریکا او اسراییل ته د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی. د ایران د پوځ ویاند ویلي، وسلهوالو ځواکونو او ملت یې په وار وار ثابته کړې چې د هر بهرني یرغل د شنډولو توان لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا او د خلیج همکارۍ شورا د ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون کې ویلي، د هر ډول برید ځواب به تر پخوا پیاوړی او پښېمانه کوونکی وي.
که څه هم د سیمې وضعیت شننه او وړاندوینه اسانه نه ده، خو د ایران د لوړپوړو چارواکو غبرګونونه او منځني ختیځ ته د درنو پوځي تجهیزاتو ورسېدل، د پراخو امنیتي بدلونونو نښه بلل کېږي.
که څه هم تراوسه د امریکا او ایران ترمنځ جګړه نه ده پیل شوې، خو د هغې لومړنۍ اغېزې د سیمې د نړیوالو هوايي شرکتونو پر فعالیتونو ښکاره شوي.
بلومبرګ د ایرفرانس د اعلامیې له قوله راپور ورکړی چې دې شرکت د پاریس او دوبۍ ترمنځ خپلې الوتنې لغوه کړي. په اعلامیه کې ویل شوي، د منځني ختیځ د روان وضعیت له امله یې دغې سیمې ته الوتنې په موقت ډول درولي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه، د هالنډ شاهي هوايي شرکت هم تر بلې خبرتیا پورې دوبۍ، ریاض او تلابیب ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
سره له دې، د منځني ختیځ د روانو بدلونونو لوری یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي، د امریکا او ایران ترمنځ د نښتې سناریو څومره جدي ده؟
د سیاسي علومو استاد محمد اکرم عارفي وايي، د امریکا د نوې امنیتي ستراتېژۍ له مخې، واشنګټن هڅه کوي په منځني ختیځ کې خپل نفوذ بېرته ترلاسه کړي او د امریکا او ایران ترمنځ د جدي نښتې احتمال شته.
«ډېر جدي صفبندۍ رامنځته شوې. د دواړو لورو ترمنځ د یوې جدي پوځي نښتې امکان شته. هغه ګوندونه او ډلې چې په سیمه کې د ایران سره هملوري وې، په سخت ډول کمزورې شوي. هغه څه چې د امریکا په امنیتي ستراتیژۍ کې درج شوي، دا دي چې منځنی ختیځ باید د امریکا تر کنټرول لاندې وي او په سیمه کې موجود حکومتونه باید له امریکا سره همغږي او هملوري وي. اسراییل هم ډېره لېوالتیا لري چې امریکا په دې بهیر کې راښکېل شي.»
د منځني ختیځ د چارو څېړونکی محمدفایق هشام په سیمه کې د امریکا پوځي چمتووالی د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي او کنټرول شوې نښتې نښه بولي.
«شونې ده چې امریکایان له ایران سره یوه نسبتاً د منځنۍ کچې جګړه ولري. د هستوي تاسیساتو بمبار، د توغندیو د تولید مرکزونو بمبار او د ایران د لوړو پوړو مشرانو ترور په خپل پلان کې ولري. د امریکا ډېر درانه سمندري، هوايي او ځمکني تجهیزات د فارس خلیج پر لور خوځېدلي او هغه اډې چې د ایران په شاوخوا کې دي پیاوړې کوي، په دې صورت کې د جګړې احتمال لا لوړېږي.»
د هغه په وینا، ایران کې د ولسي اعتراضونو کمزورېدل پر دغه هېواد د امریکا د برید سناریو تر بل هر وخت روښانه کړې، امریکا د چټک او هدفمند برید خبره کوي او تهران د پښېمانه کوونکي ځواب ګواښ کوي، یو داسې تقابل چې که رامنځته شي، د منځني ختیځ امنیتي او سیاسي نظم به بدل کړي.