ایراني رسنیو نن شنبه راپور ورکړی چې د اسراییل او امریکا له لوري د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۳ ته لوړ شوی.
همدارنګه دغه جګړه کې ۲۰۰ امریکايي نظامیان ټپیان شوي هم دي چې د ۱۰ هغو وضعیت نازک ښوول شوی دی.
دا داسې مهال دی چې د امریکا پوځ تېره ورځ وویل، د عراق په لوېدیځ کې د غورځېدلې امریکایي KC-135 پوځي الوتکې ټوله عمله چې ۶ سرتیري وو، وژل شوې.
رویټرز اژانس د امریکا د مرکزي قوماندې سینټکام په خبره راپور ورکړی دغه الوتکه د دښمن ډزو له امله نهده راغورځول شوې.
راپور کې ویل شوي چې پېښه تر څیړنې لاندې ده.