Asset 1SWN

سلام وطندار

د امریکا او ایران خبرې؛ شنونکي: د واشنګټن پوځي خوځښتونه د مذاکراتو ناکامول دي

021216-N-5319A-003 - Central Command AOR - Her Majesty's Australian Ship  HMAS DARWIN (F 04), USS PAUL HAMILTON (DDG 60), USS FLETCHER (DD 992), HMAS ANZAC (F 150), and Her Majesty's Ship HMS CARDIFF (D 108) conducting (MIO) Maritime Interdiction Operations in the Arabian Gulf take time to cruise in formation for a photography exercise.  The fore mentioned ships are in the Central Command AOR in support of Operation Enduring Freedom and in accordance with Security Council resolutions.  
Official U.S. Navy Photograph by: Photographers Mate First Class PH1 Brien Aho; Fleet Combat Camera, Atlantic
For Official Use Only  (FOUO) NOT CLEARED FOR PUBLIC RELEASE by CDR. Jeff Alderson, COMUSNAVCENT/ 5TH Fleet PAO.

په داسې حال کې چې یو لوری د ستراتیژیکو کښتیو د ځواک او حضور په اړه خبرې کوي، بل لوری بیا د همدغو کښتیو د له‌منځه وړو پر وړتیا ټینګار کوي. دا متضاد دریځونه د مسقط او جینیوا د ډیپلوماتیکو هڅو تر سیوري لاندې مطرح کېږي، خو وروستیو تحولاتو ښودلې چې وضعیت د ارامېدو پر ځای د لا پېچلتیا پر لور روان دی.

که څه هم د جېنېوا خبرو د تاوتریخوالي د کمېدو هیلې راپارولې وې، خو یوازې دوه ورځې وروسته کړکېچ یوې حساسې او جدي مرحلې ته داخل شوی دی. په سیمه کې د امریکا ستراتیژیکې وسلې پرله‌پسې ځای پر ځای کېږي، داسې انګېرل کېږي چې د جګړې نښې له لرې نه، بلکې له نږدې اورېدل کېږي.

د CBS News  خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د ملي امنیت لوړپوړو چارواکو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه معلومات ورکړي دي.

له بل‌خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر ایران احتمالي برید «د اور لوبه» بللې او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېڅ هېواد تاوتریخوالی نه غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد محمداکرم عارفي په دې باور دی چې په سیمه کې د امریکا د پوځي تاسیساتو پراخېدل د دې نښه ده چې واشنګټن د خبرو د ناکامېدو لپاره ځان چمتو کړی دی. د هغه په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ د نظرونو واټن تر بل هر وخت زیات شوی چې دا چاره سیاسي موافقې ته رسېدل ستونزمنوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «د جګړه‌ییزو وسایلو د پراخ حضور هدف دا دی چې د پیاوړي پوځي فشار له لارې ایران سیاسي شاتګ ته اړ کړي. که د امریکا له نظره سیاسي هوکړه ترلاسه نه‌شي، نو پر ایران به پوځي برید وشي. د دواړو لوریو ترمنځ د نښتې احتمال ډېر لوړ دی، ځکه چې د هغوی د لیدلورو ترمنځ واټن ډېر زیات شوی دی. له هرې تېرېدونکې ورځې سره د سیاسي هوکړې د ترلاسه کېدو امکان لا کم او محدودېږي.»

سره له دې چې د جېنېوا خبرې په نسبي قناعت‌بښونکې فضا کې شوي، خو د نړیوالو اړیکو استاد حبیب‌الله جعفري وایي چې د دواړو خواوو ترمنځ بې‌باوري ورځ تر بلې زیاتیږي او د خبرو بهیر یې تر سیوري لاندې راوستی دی.

نوموړي وویل: «د نښتې د احتمال د زیاتېدو اصلي لامل دا دی چې دواړه لوري پر یو بل بشپړ بې‌باوره دي. له همدې امله، دواړه خواوې په یو وخت کې هم د ډیپلوماسۍ لاره پر مخ وړي او هم پوځي ډګر ته تیاری نیسي.»

په همدې حال کې، د ایران پر وړاندې د امریکایي چارواکو دریځونه له ورځې بلې ته بدلېږي. که څه هم د ډیپلوماټیکې موافقې لپاره لاهم هیلې شته، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې په ایران کې سیاسي پرېکړې د دیني لید له مخې کېږي او ټینګار یې کړی چې د امریکا اړوند پرېکړې د کانګرس له لارې کېږي.

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جېنېوا له خبرو وروسته ویلي چې مذاکرات پرمخ روان دي او دواړه لوري د «لارښود اصولو» پر سر یوې موافقې ته رسېدلي دي.

سیاسي شنونکي باور لري چې په دواړو هېوادونو کې د ډیپلوماټانو او امنیتي بنسټونو ترمنځ لازم همغږي نه لیدل کېږي. که څه هم دواړه لوري پر ډیپلوماسۍ ټینګار کوي، خو پوځي مانورونه او د جګړې چمتووالی د نورو سناریوګانو احتمال هم پیاوړی کوي.

په همدې لړ کې، د ایران د هوايي چلند سازمان اعلان کړی چې د هېواد په جنوب کې د توغندیو ازموینو له امله به نن پنجشنبه د ورځې په ځینو ساعتونو کې هوايي تګ راتګ محدود شي.

په ورته مهال ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې تهران او مسکو به نن د عمان سمندر او د هند سمندر په شمال کې ګډ پوځي تمرینات پيل کړي. که څه هم دواړه لوري وایي چې دا تمرینات د ایران او امریکا له روانو کړکېچونو سره مستقیم تړاو نه لري، خو وخت او سیمه یې د پام وړ ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام