امریکا له بحرین، اردن او عراق څخه خپلو غیر ضروري کارکوونکو ته د وتلو امر کړی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت نن سېشنبه ویلي، غیر بېړني پرسونل او د هغوی کورنیو ته یې امر کړی چې له بحرین او اردن څخه ووځي.
د راپورونو پر اساس، امریکا عراق کې هم خپلو کارمندانو ته امر کړی څو هرڅه ژر ووځي، ځکه چې ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په ځواب کې غبرګون ښيي.