Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا: ایران کې د لوېدلې جېټ‌الوتکې عمله مو ژغورلې

5CHR5OTDTBP4TFJR5YL5BBL6HU

د امریکا پوځ وايي چې په ایران کې د نسکورې شوېF-15  جنګي جېټ‌الوتکې پیلوټ یې په هغه هېواد کې دننه ژغورلی دی.

د رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه، مارچ پنځمه، راپور ورکړی چې دا الوتکه د ایران د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري ویشتل شوې وه. مخکې له دې د عملې بل غړی هم ژغورل شوی و.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل حکومت پر ایران فشار زیات کړی چې د هرمز تنګي پرانېستلو ته غاړه کېږدي، که نه نو د انرژۍ پر تاسیساتو به له بریدونو سره مخ شي. دا تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو مهمه لاره بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران ژر تر ژره هوکړې ته ونه رسېږي، سخت پوځي اقدام به وکړي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ټاکل شوې ضرب الاجل ته ډېر لږ وخت پاتې دی.

دغه جګړه چې د فبرورۍ له ۲۸مې پیل شوې، زرګونه کسان په‌کې وژل شوي او نړیوال اقتصاد یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د هرمز تنګي تړل‌کېدو د انرژۍ نړیوال بازار هم سخت اغېزمن کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام