Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا د ملګروملتونو غونډه کې د محمود عباس په ګډون بندیز لګوي

FILE PHOTO: Palestinian President Mahmoud Abbas attends a meeting with Russian President Vladimir Putin in Sochi, Russia November 23, 2021. Sputnik/Evgeny Biyatov/Kremlin via REUTERS

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د فلسطین د کوراکې ادارې مشر محمود عباس او ۸۰ نورو چارواکو په ګډون بندیز ولګوي.

د راپورونو پر اساس، د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ یوه بیانیه کې ویلي، د فلسطین کورواکې ادارې مشر محمود عباس ته به اجازه ور نه‌کړي چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي.

یاده غونډه کې څو هېوادونه فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پیژني.

د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس غوښتل چې د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه ټاکل شوې وه چې هغه د فرانسې او سعودي عربستان په کوربه‌توب هغه غونډه کې ګډون وکړي چې برتانیه، فرانسه، اسټرالیا او کاناډا غواړي رسمآ فلسطین د یوه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

ورته وخت کې د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس دفتر ویلي، د امریکا له دغې پرېکړې حیران شوي او دا د ملګرو ملتونو “د مقر هوکړه‌لیک” څخه سرغړونه ده.

په ۱۹۴۷ کال کې د «ملګروملتونو د مقر هوکړه‌لیک» پر اساس، امریکا متحده ایالتونو ته دنده ورکړل شوې چې نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان ته د بهرنیو ډيپلوماټانو د لاسرسي اجازه ورکړي.

دې سره، واشنګټن ویلي چې کولی شي د امنیتي دلایلو، افراطپالنې او بهرني سیاست په دلیل ویزې صادرې نه‌کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام